د پنجشېر ځايي مسوولان وايي، د عنابه ولسوالۍ «ابدره» سیمه کې د لومړي ځل لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت متخصصانو له لوري د ګرینګارنت قیمتي ډبرو کان تثبیت شوی.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون نن دوشنبه دلوې ۲۰ / فبروي ۹ سلاموطندار ته وویل، د کانونو ریاست ډاډ ورکړی چې د دغه کان استخراج چارې پیل شوي.
ویل کیږي ګرینګارنت قیمتي ډبرې د لومړي ځل لپاره د پنجشېر د کانونو قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو په نوملړ کې ځای موندلی او استخراج به یې د دغه ولایت په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولري.