د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ یوازینۍ اغېزمنه لاره ډیپلوماسي ده او نورې لارې مخکې ازمویل شوي او ناکامې شوې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا پوځي حضور او پوځي فشار ایران نهشي وېرولی او په وینا یې، تهران د منطق او ډیپلوماسۍ پلوي دی او هم د جګړې لپاره چمتو ځواک لري.
عراقچي زیاته کړې چې د یورانیمو غنيکول د ایران لپاره مهم دي، خو تر دې هم مهمه دا ده چې ایران خپلواک دی او د هېڅ بهرني ځواک تر امر لاندې نهدی.
هغه زیاته کړه، که د ایران د اټومي پروګرام په اړه کومه پوښتنه یا اندېښنه موجوده وي، تهران د وضاحت او ځواب ویلو لپاره چمتو دی، خو دا کار یوازې د ډیپلوماسۍ له لارې ممکن دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي چې له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې سره اړیکې روانې دي او پر ځینو موضوعاتو لا هم توافق ته اړتیا ده. نوموړي دا هم څرګنده کړې چې په ځینو بمبار شویو تاسیساتو کې لاهم ناچاودېدلي بمونه موجود دي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له دغه هېواد سره خبرې مثبتې بللي او ویلي یې دي چې ایران د هوکړې غوښتونکی دی. د دواړو هېوادونو وروستۍ خبرې اترې په مسقط کې پای ته رسېدلي او پلاوي د نورو سلا مشورو لپاره خپلو پلازمېنو ته ستانه شوي دي.