Asset 1SWN

سلام وطندار

انلاین تاوتریخوالی؛ هغه ټپ چې تر ډېره د ښځو رواني حالت په نښه کوي

880d14d0-ceb0-11f0-a93a-1d6163a2536b.jpg

د ټولنیزو شبکو یو شمېر ښځینه کاروونکې وايي، ډېری وختونه په بېلابېلو بڼو له انلاین تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ کېږي، داسې کړنې چې د هغوی پر ورځني ژوند او مسلکي فعالیتونو ناوړه اغېز کړی.

د دغو ښځو په وینا، انلاین تاوتریخوالی له یوې خوا د هغوی ورځني فعالیتونه اغېزمنوي او له بلې خوا یې پر رواني روغتیا منفي اغېز کوي.

زینب چې یوه انلاین متشبثه ده او له ناوړه تجربو سره مخ شوې، وايي چې هره ورځ ګڼ مزاحموونکي او ګواښوونکي پیغامونه تر لاسه کوي.

د هغې په خبره، ډېری کاروونکي د هغې له کاري پوسټونو ناوړه ګټه اخلي چې دې چارې نه یوازې د هغې سوداګرۍ ته زیان رسولی، بلکې د هغې شخصي ارامتیا یې ګډوډه کړې.

«زه خپله یو انلاین شاپ لرم او د انلاین پلور په برخه کې فعالیت کوم. ډېر لوړ شمېر فالوران لرم او هره ورځ د اعلانونو لپاره په خپله پاڼه پوسټونه خپروم، خو له دغو پوسټونو ځینې کسان ناوړه ګټه اخلي او ما له سختو شرایطو سره مخ کوي. همدارنګه، د انټرنېټي ستونزو له امله مې خپل د اړیکې شمېر او واټساپ له انسټاګرام سره نښلولي وو، چې له کبله یې هره ورځ زرګونه ځورونکي او له کاري ساحې بهر پیغامونه راته رالېږل کېږي. دې وضعیت ډېر ځورولی یم او آن دې ته اړ شوم چې هماغه شمېره له خپل انسټاګرام حسابه لرې کړم.»

مریم چې د ټولنیزو شبکو فعاله ده وايي، ډېر کله چې پوسټونه خپروي، د مناسب غبرګون پر ځای له سپکاوي او ګواښوونکو پیغامونو سره مخ کېږي.

«ډېری وخت داسې شوي چې موږ پوسټونه کړي، خو خلکو راته سپکاوی کړی، پیغامونه یې رالېږلي او هر څه یې چې غوښتل، راته لیکلي دي. کله ناکله یې حتی ویلي چې پېژنو دې او لار به درباندې ونیسو، ولې ځواب نه راکوې. دې موضوع زما پر روان ډېر اغېز کړی او زیاتره وخت د همدې له امله هېڅ پوسټ نه کوم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یوه بله میرمنه صدف چې دا هم د انلاین تاوتریخوالي تجربه لري، وايي چې د دغو کړنو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل د دې تاوتریخوالي عادي کېدو ته لاره هواروي.

د هغې په وینا، د انلاین تاوتریخوالي پر وړاندې درېدل د ښځو د امنیت او انساني کرامت د ملاتړ د مبارزې یوه برخه ده.

«زه د ګواښونکو، تاوتریخوالي‌ ډکو او یا هم سپکوونکو پیغامونو، زنګونو او تبصرو سره مخ کېږم، چې له رواني پلوه ژور اغېز لري. د دغو تاوتریخوالو پر وړاندې بې‌پامي د دې مانا لري چې دا چلند عادي وبلل شي، حال دا چې د تاوتریخوالي پر وړاندې درېدل که هغه انلاین وي او که په واقعي نړۍ کې د ښځو د امنیت، حقونو او انساني کرامت د دفاع لپاره د مبارزې یوه مهمه برخه ده.»

ارواپوه محمدالله بلوچ د انلاین تاوتریخوالي د پایلو په اړه وايي: «دغه ډول تاوتریخوالی، په ځانګړي ډول د ځوانو نجونو او هلکانو، او تر ټولو زیات د نجونو پر رواني وضعیت ناوړه پایلې لري، لکه سخته خپګان، له کورنۍ لرېوالی، شدید رواني فشارونه چې کولی شي نجونې او هلکان تر کلونو اغېزمن کړي او په پایله کې د انلاین تاوتریخوالي له امله د هویت او عزت د له‌لاسـه‌ورکولو په احساس سره د ځان‌وژنې فکرونو ته لاره هواره کړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان تازه په یوه پیغام کې د ښځو پر وړاندې د انلاین تاوتریخوالي له پایلو خبرداری ورکړی او ویلي چې دا ډول تاوتریخوالی ښايي ښکاره او فزیکي نښې پرېنږدي، خو کولی شي د خلکو پر رواني روغتیا ژور او دوامدار زخمونه واچوي.

دغه سازمان زیاتوي چې انلاین تاوتریخوالی په حقیقت کې د حضوري یا آفلاین تاوتریخوالي دوام دی، چې د کاروونکو د ناڅرګند هویت او د انلاین فضا د پراخوالي له امله یې شدت او کچه نوره هم لوړه شوې ده. د دې بنسټ په وینا، دا مهال په ټوله نړۍ کې میلیونونه ښځې، نجونې او تنکي ځوانان د ځورونې، تعقیب او ګواښونو له بېلابېلو بڼو سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام