د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام UNDP ویلي، د دغه سازمان ادارو د تېرو دوو کلونو پرمهال «۲۰۲۴ ـ ۲۰۲۵» خپله ۵۰ سلنه بودیجه پراختیايي پروژو ته ځانګړې کړې.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټیفن روډریګز سلاموطندار سره خبرو کې ویلي، روان کال کې هڅه کوي چې د افغانستان اقتصاد په کال کې له ۶ تر ۸ سلنې وده ولري.
«نړیواله ټولنه ورو ـ ورو متوجه شوې چې افغانستان کې ډېرې ستونزې اوږدمهاله او جوړښتي بڼه لري، که د فقر خبره وي، که بېکاري، که هېواد ته د میلیونونو افغانانو ستنېدل او که د اقلیمي بدلون پورې اړوند مسایل. له همدې امله، د تګلارې بدلون لیدل شاهد یو، داسې چې تېرو دوو کلونو کې ۵۰ سلنه مالي سرچینې د افغانستان پراختیايي سکتورونو ته ځانګړې شوي. موږ اړتیا لرو چې د افغانستان اقتصاد هر کال له ۶ تر ۸ سلنې پورې وده وکړي، څو له بشري مرستو څخه پر ځان بسیا شي.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام UNDP استازي په وینا، روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ښځو او ځوانانو اقتصادي پیاوړتیا د دې ادارې لومړیتوب دی.
تمه ده چې دا اقدامونه د خصوصي سکتور د ملاتړ او ښځینه او ځوانو متشبثینو ته د اسانتیاوو د برابرولو په چوکاټ کې عملي شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سټیفن رودریګز په دې اړه زیاتوي: «زموږ اصلي تمرکز د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې پر ښځو او ځوانانو دی، تېر کال له ۶۰ سلنې ډېر هغه کسان چې افغانستان ته راستانه شول، ځوانان ول. همدارنګه دامهال یوازې ۶ سلنه ښځې له کوره بهر په کار بوختې دي. له همدې امله موږ څو اقدامونه ترسره کوو. لومړی، پر خصوصي سکتور جدي تمرکز او د بانکي نظام او کوچنیو مالي بنسټونو ملاتړ، څو وکولی شي کوچنیو کاروبارونو ته پورونه ورکړي.»
افغانستان کې د UNDP استازی زیاتوي چې دغه سازمان به روان میلادي کال کې هم په افغانستان کې د ښځو اړوند د ۸۰ زره کاروبارونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ورته وخت کې اقتصادي شنونکي هم پر ځوانانو او ښځو اوږدمهاله پانګونه مهمه بولي او ټینګار کوي چې دا همکارۍ باید واقعي، منظمې او له پلان سره سمې وي.
اقتصادي شنونکی قطبالدین یعقوبي په دې اړه وایي: «د ښځو او ځوانانو په ګډون د اقتصادي سکتورونو پر پراختیا پانګونه حیاتي رول لرلی شي. که موخه دا وي چې د افغانستان د اقتصادي جوړښت د نیمايي برخې ملاتړ شي، نو اړتیا ده چې دا بهیر په منظم، باکیفیته او متوازن ډول مدیریت شي. دا چاره کولی شي د افغانستان د اقتصادي سکتور په ښهوالي او بدلون کې مهم رول ولوبوي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام UNDP استازی همدارنګه وايي، په تېرو دوو میلادي کلونو کې نړیواله ټولنه دې پایلې ته رسېدلې چې د افغانستان ډېرې اقتصادي ننګونې اوږدمهاله او جوړښتي بڼه لري او یوازې د بشري مرستو له لارې نه شي حل کېدی.