Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: ایران سره مو ډېرې ښې خبرې درلودې

ډونالډ ټرمپ 1234

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالتونو ایران سره ډېرې ښې خبرې درلودې او ټاکل شوې راتلونکې اونۍ بیا ځلې مذاکرات ترسره شي.

ټرمپ د جمعې په ورځ ناوخته وویل، ایران لېواله دی چې نسبت مخکینیو مذاکراتو ته ډېر کار وکړي، خو دغه برخه کې یې جزییات وړاندې نه‌کړل.

هغه وویل: «ښکاري چې ایران په جدي توګه غواړي هوکړې ته ورسیږي ـ باید همدا کار وکړي.»

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که ایران پر خپل اټومي پروګرام هوکړې ته ونه‌رسیږي، ډېرې بدې پایلې به ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ دغې پوښتنې ته په ځواب کې چې څومره چمتو دی د هوکړې لپاره صبر وکړي وویل: «مونږ ډېر وخت لرو، که وینزویلا مو په یاد وي، مونږ یو څه صبر وکړ، بېړه نه‌لرو.»

د ایران او امریکا ترمنځ اټومي خبرې تېره ورځ د عمان په منځګړیتوب مسقط کې ترسره شوې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مذاکراتو له لومړي پړاو وروسته وویل: «د خبرو پيل ښه وو.»

عراقچي خبریالانو سره خبرو کې زیاته کړې: «مونږ وښوده چې اټومي مذاکرات او د اصلي مسایلو حل‌وفصل باید په ارامه او  له جنجالونو او ګواښ پرته فضا کې ترسره شي.»

خو په وینا یې چې بې‌باوري د مذاکراتو پر وړاندې جدي خنډ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام