Asset 1SWN

سلام وطندار

په ۲۳ ولایتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل شوی

Boys play in a park during snowfall in Kabul on December 29, 2022. (Photo by AFP)

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې رياست نن، پنجشنبه (سلواغې ۱۶مه) د هېواد په ۲۳ ولايتونو کې د سختو بارانونو او واورو د ورېدو اټکل کړی دی.

ياد رياست په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د پروان، بغلان، لوګر، پکتيا، پکتيکا، ميدان‌وردګ، باميان، دايکندي، غزني، زابل، روزګان، کندهار، هلمند، نيمروز، فراه، هرات، غور، بادغيس، فارياب، سرپل، جوزجان، بلخ او سمنګان ولايتونو کې د باران او واورې د ورېدو اټکل شوی دی.

د هواپېژندنې رياست د معلوماتو له مخې، د باران اندازه په بېلابېلو سيمو کې له ۱۰ تر ۴۵ ملي‌مېتره او د واورې ضخامت له ۱۰ تر ۴۵ سانتي‌متره پورې اټکل شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د هېواد په مرکزي، شمالي، لوېديځو او سوېلي ولايتونو کې د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته چې چټکتيا يې له ۵۰ تر ۱۰۰ کيلومتره په ساعت کې اټکل شوې ده.

د هواپېژندنې رياست له خلکو غوښتي چې د ناوړه هوا له امله احتياطي تدابير په پام کې ونيسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام