Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: که ایران سره خبرې بې‌پایلې وې، بدې پېښې به رامنځته شي

ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن دامهال له ایران سره پر خبرو بوخت دی او خبرداری یې ورکړی، که خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېږي، بدې پېښې به رامنځته شي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، که دا مذاکرات یوې حل‌لارې ته ورسېږي «دا به ډېر ښه وي»، خو هغه خبرداری ورکړ چې که خبرې ناکامې شي، ښايي «بدې پېښې» رامنځته شي.

د امریکا ولسمشر همدارنګه زیاته کړې چې د امریکا لویې او پرمختللې جنګي بېړۍ د ایران پر لور روانې دي، خو ټینګار یې وکړ چې امریکا به د پوځي تحرکاتو ترڅنګ له تهران سره سیاسي خبرې هم دوامداره وساتي، څو معلومه شي چې حالات کوم لوري ته ځي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ مخ پر زیاتېدو دی.

د امریکا د یوې الوتکو وړونکې بېړۍ او څو نورو جنګي کښتیو د منځني ختیځ سیمې ته رسېدل، د واشنګټن د احتمالي پوځي اقدام اندېښنې زیاتې کړې دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې ټرمپ څو ځله د ایران د کورنیو لاریونونو په تړاو د مداخلې ګواښونه کړي دي.

سره له دې، تر اوسه ټرمپ خپل ګواښونه عملي کړي نه دي او پر ځای یې له ایران څخه غوښتي چې د خپل اټومي پروګرام په اړه امتیازات ورکړي. دواړو لورو د دې احتمال ښودلی چې بېرته د ډیپلوماسۍ لوري ته ستنېدلی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام