د اوکراین چارواکي وايي چې روسیې د توغندیزو او بېپېلوټه الوتکو (ډرون) په بریدونو د دې هېواد یوشمېر سیمې په نښه کړې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسیې نن سهار (سهشنبه، د سلواغې۱۴مه / د فبرورۍ ۳مه) د اوکراین پلازمېنه کېیف او د خارکېف ښارونه تر برید لاندې راوستي دي.
د راپور پربنسټ، په دغو بریدونو کې لږترلږه دوه کسان ټپیان شوي او یوشمېر هستوګنیزې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا، د خارکیف ښاروالي مسوولانو ویلي چې دغه ښار په وروستیو ساعتونو کې د روسیې له څو پرلهپسې ډرون بریدونو سره مخ شوی دی.
د اوکرایني سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې د روسیې د ډرون بریدونو له امله د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې له ۲۱ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې دوام لري، چې ټاکل شوې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو دویم پړاو راتلونکې اوونۍ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې ترسره شي.