Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن د جاپان پر وړاندې سیالي کوي

Afghanistan-Futsal-r4aey4qkzukoegmizrpqz91q6ry5pfn3x803johdoo

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (سه‌شنبه، د سلواغې۱۴مه) د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې په خپل څلورمه لوبه کې د جاپان د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپلې رسمي فیسبوک‌پاڼې له لارې اعلان کړی چې دا لوبه به نن له غرمې وروسته په ۲:۳۰ بجې ترسره شي.

یاده سیالي د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا ښار کې وشي چې د دې پړاو د سیالیو کوربه توب کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې په خپلو درېوو لوبو کې ښه ځلېدلي او د سعودي عربستان او مالیزیا ټیمونو ته یې ماتې ورکړې، خو د ایران پر وړاندې یې لوبه وبایلله.

د فوټسال مینه‌وال هیله لري چې د افغانستان ملي لوبډله به د جاپان پر وړاندې هم ښه لوبه وکړي او د سیالیو په دوام کې به مهم امتیازونه خپل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام