Asset 1SWN

سلام وطندار

افغان فوټسال ملي لوبډله نن له ایران سره لوبه کوي

Afghanistan-Futsal-r4aey4qkzukoegmizrpqz91q6ry5pfn3x803johdoo

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال د اسیا د ملتونو جام  په سیالیو کې نن یکشنبه، فبرورۍ لومړۍ، خپله درېیمه لوبه د ایران د فوتسال ملي لوبډلې پر وړاندې کوي.

د افغانستان د فوټسال فدراسیون اعلان کړی چې د افغانستان او ایران ترمنځ دا لوبه به نن مازدیګر۴:۳۰ بجې پیل شي.

یاده سیالي د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا ښار کې کېږي چې د اسیا د ملتونو جام د کوربه هېوادونو له ډلې څخه دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې تر دې وړاندې په خپلو دوو لوبو کې د سعودي عربستان او مالیزیا د فوتسال لوبډلو ته ماتې ورکړي او له ښه روحي وضعیت سره د ایران پر وړاندې لوبې ته داخلېږي.

د ورزشي برخې شنونکو دا لوبه د افغانستان لپاره مهمه بللې، ځکه چې د ایران لوبډله د اسیا له پیاوړو فوتسال ټیمونو څخه شمېرل کېږي، خو افغان لوبډله هم هڅه کوي چې د خپلو پرله‌پسې بریاوو لړۍ وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام