د جاپان توکیو کې د افغانستان سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفارت ټولې چارې ځنډول شوي او د جاپان بهرنیو چارو وزارت ته تسلیم شوی.
دغه سفارت د تېر کال ډسمبر کې هم یوه اعلامیه کې ویلي و چې د روانې جنوري پر ۳۱مه به یې ټول سیاسي او کونسلي فعالیتونه وځنډول شي.
د خبرپاڼې یوه برخه کې ویل شوي چې «د تاریخ په دې سختو شیبو کې، له هر څه وړاندې، موږ خپل مسؤلیت ګڼو چې د ټولو هغو ګرانو هېوادوالو څخه چې په تېرو کلونو کې او په ځانګړي ډول په وروستیو سختو ورځو کې، لکه د یوې کورنۍ د غړو په څېر یې له دې سفارت سره ملاتړ او مرسته کړې ده، په صمیمانه توګه مننه وکړو. ستاسو همغږي او وطنپالنه د دې کور تر ټولو لوی ملاتړ بلل کېده.»
اسلامي امارت تراوسه توکیو ته د کوم سفیر د معرفي کولو او یا هم دوی ته د دغه سفارت د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي.