امریکا سعودي عربستان ته د پټریوټ توغندیو او اړوندو تجهیزاتو د احتمالي پلور چې لګښت یې ۹ میلیارده امریکایي ډالر ښودل شوی، منظوري ورکړې.
د امریکا دفاع وزارت پنټاګون تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو توغندیو د پلور اصلي قراردادي به د “لاکهېډ مارټین” شرکت وي.
پنټاګون ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه منظوري د سعودي عربستان له لوري د ۷۳۰ د PAC-3 MSE ډوله توغندیو د پېر له غوښتنې وروسته ورکړل شوې.
پینټاګون زیاته کړې چې وړاندیز شوی پلور به په منځني ختیځ کې پوځي توازن بدل نه کړي او همدارنګه به د امریکا د دفاعي چمتووالي پر کچه کوم منفي اغېز ونهلري.