Asset 1SWN

سلام وطندار

عراقچي: ځواکونه مو ګوته په ماشه هر ځواب ته چمتو دي

ایران بهرنیوچارو وزیر- عراقچي-عباس-سید

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر د وروستیو ګواښونو په غبرګون کې ویلي چې د دې هېواد ځواکونه «ګوته په ماشه» دي او د ایران پر وړاندې د هر ډول تېري په صورت کې به «سمدستي او په پوره ځواک» ځواب ورکړي.

عراقچي د ایران او اسراییلو ترمنځ د «۱۲ ورځنۍ جګړې» له تجربو یادونه وکړه او ویې ویل چې دغو زده‌کړو د ایران د غبرګون وړتیا «پیاوړې، چټکه او ژوره» کړې ده.

د هغه په وینا، ایران اوس د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې لاښه چمتووالی لري.

نوموړي په همدې حال کې ټینګار کړی چې تهران تل د یوه عادلانه اټومي تړون هرکلی کړی، خو دا تړون باید له ګواښ او جبر پاک وي. هغه زیاته کړې چې د فشار تر سیوري لاندې خبرې اترې د منلو وړ نه‌دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د امریکا «لویه سمندري بېړۍ» د سیمې پر لور روان ده. ټرمپ ټینګار کړی که تهران خبرو ته حاضر نه‌شي، واشنګټن د «چټک او سخت» پوځي اقدام لپاره چمتو دی.

د دواړو لورو دا دریځونه د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي، خو ایران بیا هم وایي چې د متقابل درناوي پر بنسټ سیاسي حل ته لومړیتوب ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام