Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې د هستوګنې د کور نړېدو له امله اووه کسان مړه او یو بل ټپي دی

ثثث

د ننګرهار د امنیې قومنداني د مطبوعاتو مسوول سیدطیب حماد وایي چې د دې ولایت د جلال‌اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د مرکزي غوچکو په سیمه کې بیګاه شپې ۱۲ بجې د هستوګنې یو کور نړېدلی چې له امله یې، اووه کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د نوموړي په وینا، د هستوګنې دغه دوه پوړیزه کور چې د نهر پر غاړه موقعیت درلود او د اوبو له امله مخکې زیامن شوی و، نړېدلی چې له امله یې یوه کورنۍ ترې لاندې شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د حماد د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې له امله د یوې کورنۍ اته غړي تر خاورو لاندې شوي و چې په پایله کې یې یوې مور او شپږو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پلار یې ټپي شوی دی.

حماد زیاتوي چې د مړو  شویو کسانو جسدونه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ته انتقال شوي چې تر تکفین او تجهیز وروسته به یې دوستانو او عقاربو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام