Asset 1SWN

افغان کارګران قطر ته د کارګرانو د لېږد نامالوم برخلیک څخه شکایت کوي

کار

یو شمېر افغان کارګران وايي، قطر ته يې د لېږد لپاره نوم‌لیکنه شوې، خو تراوسه یې برخلیک نامالوم دی.

دوی وویل، قطر ته د افغان کارګرانو د لېږد پروسې نوم‌لیکنې څخه څو میاشتې تېرې شوي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت تراوسه د دوی د لېږد نېټې په اړه هېڅ ډول مالومات نه دي ورکړي او د وروستۍ پایلې اعلان ته په تمه دي.

د بلخ اوسېدونکی رحمت‌الله چې یاده پروسه کې یې نوم‌لیکنه کړې وایي، سره له دې چې د نوم‌لیکنې بهیر یې له ستونزو سره سره بشپړ کړ، خو له څو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم قطر ته د لېږد په اړه هېڅ مالومات نه دي ورکړل شوي چې له امله یې سرګردانۍ سره مخ دی.

«خبر شولو چې خلک قطر ته د کار لپاره وړي، نو موږ هم راغلو او نوم‌لیکنه مو وکړه. درې ـ څلور ورځې وګرځېدو او نوم‌لیکنه مو ترسره کړه، خو اوس درې ـ څلور میاشتې تېرې شوي او هېڅ خبر نشته چې موږ وړي که‌نه. له حکومت څخه غواړو چې موضوع روښانه کړي، موږ دغه هیله لرو.»

د پروان اوسېدونکی جمشید چې قطر ته د کارګرانو لېږد پروسه کې يې نوم‌لیکنه کړې له مسوولانو د ځواب‌ویلو او روڼتیا غوښتنه کوي.

هغه وایي، کارګران تمه لري چې حکومت دا بهیر په جدي توګه تعقیب او پایلې یې په رسمي ډول اعلان کړي.

«موږ غواړو چې حکومت دغه بهیر جدي تعقیب کړي، څو دا پروسه روښانه شي. موږ نوم‌لیکنه کړې، زموږ ملګرو هم نوم‌لیکنه کړې. غوښتنه مو همدا ده چې دا بهیر شفاف وي او حق خپل حقدار ته ورسېږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همداشان د پروان بل اوسېدونکی نورالدین چې قطر ته يې د اشپز په توګه نوم‌لیکنه کړې، د دې بهیر د اوږدېدو له امله شکایت لري.

«ما هم قطر ته د کارګرانو د لېږد پروګرام کې د اشپزۍ په برخه کې د کار لپاره نوم‌لیکنه کړې وه، خو له دې بهیر څخه هېڅ خبر نشته. زموږ غوښتنه دا ده چې ډېر وخت تېر شوی او تراوسه له موږ سره هېڅ تماس نه دی نیول شوی. موږ د همدې فرصت په تمه یو.»

اخوا، د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وایي، قطر ته د کارګرانو د لېږلو لپاره د نوم‌لیکنې بهیر بشپړ شوی او د ثبت شوو کسانو مالومات حکومت سره شریک شوي.

د هغه په خبره، دغه وزارت هم د قطر حکومت له لوري د کارګرانو د ټاکلو او د لېږد بهیر په برخه کې اسانتیاوو برابرېدو ته په تمه دی.

«د یوه هوکړه‌لیک له مخې، نږدې ۷ زره او ۹۰۰ کاري فرصتونه برابر شوي وو او د افغانستان له ګوټ‌ګوټ څخه په درې پړاوونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسانو نوم‌لیکنه وکړه. د دغو کسانو تعلیمي، تحصیلي، تخصصي اسناد او کاري تجربې له قطري لوري سره شریکې شوي او اوس منتظر یو چې کوم کسان شرایط پوره کوي او د قطر له لوري د هغوی د لېږد زمینه برابره شي.»

قطر ته د افغان کارګرانو د لېږد پروسې نوم‌لیکنه د روان کال د دوهمې ربعې په جریان کې د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري پیل شوه.

د یاد وزارت مسولان وايي چې دغه وزارت د ایران په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم اړیکې لري، څو د افغان کارګرانو لپاره لا ډېرې کاري زمینې برابرې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام