د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې اعلان کړی چې د ناروې حکومت افغانستان ته ۹۹۰زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
اوچا نن سهشنبه، (د سلواغې ۷مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا مرسته به په افغانستان کې د بېړنیو بشري بحرانونو د مدیریت او ځواب ویلو لپاره ولګول شي.
یادې ادارې د افغانستان د بشري صندوق له لارې د نوې مرستې له امله د ناروې له حکومت څخه مننه کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور له مخې، ناروې تر دې وړاندې هم څو میلیونه ډالره مرسته کړې وه چې موخه یې د داخلي بېځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو ملاتړ و.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګروملتونو اړوندو ادارو مخکې ویلي وو چې په روان میلادي کال کې شاوخوا ۲۱ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.