Asset 1SWN

سلام وطندار

یونیسف: ۹۰ سلنه ۱۰کلن افغان ماشومان ساده متن نه‌شي لوستلی

G_pe1IsbAAQmL_C (1)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، افغانستان کې ښوونه او روزنه له جدي کړکېچ سره مخ ده.

یونیسف نن سه‌شنبه دلوې ۷ / جنوري ۲۷ پر اېکسپاڼه لیکلي چې له ۹۰ سلنې ډېر ۱۰ کلن ماشومان نه‌شي کولی یو ساده متن ولولي چې دا د ښوونځي د بحراني وضعیت نښه ده.

یونیسف ویلي چې د هر ماشوم لپاره د مثبتو پایلو د تضمین لپاره، په لومړنیو زده‌کړو، لوستلو او حساب کې دوامداره پانګونه بنسټیزه اړتیا بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د نړیوالې زده‌کړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو چې د افغانستان راتلونکی پر ټول‌شموله زده‌کړو پورې تړلی دی.

د دې ادارې د وړاندې شویو شمېرو له مخې، دا مهال افغانستان کې ۲ میلیون او ۲۰۰ زره نجونې له ښوونځي څخه محرومې پاتې دي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام