د امریکا بېلا بېلو ایالتونو کې د تېرو څو ورځو واورو، توفانونو او سړې هوا له امله ۲۸ کسان مړه شوي.
د راپورونو پراساس، امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د مړینو شمېر نور هم لوړ شي.
همدارنګه د واورو او توفانونو په دلیل امریکا کې ۱.۵ میلیون کسانو او سوداګریزو مرکزونو ته برښنا قطع شوې.
چارواکو ویلي چې ښايي په سلګونه زره نورو کسانو هم برښنا پرې شي، نو په دې توګه یې غوښتنه کړې چې د برښنا او ګاز دواړو کارول کم کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې د امریکا د هوا پېژندنې ادارې له هغو کسانو چې سفر کوي غوښتنه کړې چې د سختې یخنۍ لپاره چمتوالی ونیسي، ځکه چې ځینو سیمو کې بهر پاتې کېدل په څو دقیقو کې د یخوهلو لامل کېدی شي.
راپورونو کې ویل شوي چې د امریکا په ځینو برخو په ځانګړي ډول پنسلوانیا ایالت کې تر ۵۰ سانتيمتره واوره ورېدلې ده.