د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یوازې د دریو بنسټونو جوازونه یې تمدید او د پاتې نورو یې لغوه کړي.
دغه وزارت نن دوشنبه دلوې ۶ / جنوري ۲۶ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خبریالانو او رسنیو له پرلپسې شکایتونو وروسته یې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هراړخیزه ارزونه کړې.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بنسټونو ډېروالي او د یو شمېر ادارو د مسوولانو غیر مسلکيتوب، د خبریالانو او رسنیو د ستونزو حل پر ځای هغوی ته لا ډېرې ستونزې رامنځ ته کړې وې او په نړیواله کچه یې د افغانستان رسنیزو بنسټونو باور ته زیان اړولی وو.
خبرپاڼه کې راغلي چې یو شمېر بنسټونه څه مودې راهیسې غیر فعال وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اطلاعاتو او کلتور وزارت زیاته کړې چې پورته مواردو ته په کتو یې پرېکړه کړې چې د هېواد په کچه یوازې د دریو بنسټونو «افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ، افغان مطبوعاتي مرکز او د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې» جوازونه تمدید او د پاتې نورو جوازونه لغوه کړي.
خو دا یې نه ده مشخصه کړې چې د څو رسنیزو ملاتړو بنسټونو جوازونه لغوه شوي.
خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې یاده پرېکړه به له یوې خوا د خبریالانو او رسنیو حقونه تامین کړي، د رسنیو او خبریالانو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستو مخه به ونیسي او بل پلو به د بنسټونو فعالیتونه موثره او منظم شي.