افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر یوناما ویلي چې د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو کابل ته خپل سفر پایته رسولی.
یوناما تېره شپه ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي چې ډیکارلو د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنه کې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زدهکړې او کار حق د بېرته ورکولو پر اړتیا ټینګار کړی.
یاد بنسټ زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو پر حضور د لګېدلو محدودیتونو لرې کول هم هغه موضوعات وو چې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې شوي.
یوناما همدارنګه ویلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د اسلامي امارت چارواکي هڅولي، څو نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د یو ځای کېدو لپاره فعاله برخه واخلي او خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډيکارلو د افغانستان او ملګرو ملتونو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار کړی او ویلي، یاد سازمان هڅه کوي چې د دوحې له بهیر څخه په ګټې اخیستنې افغانستان بېرته له نړیوالې ټولنې سره یو ځای کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ کابل ته سفر وکړ او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په شمول یې بېلا بېلو لوریو سره ولیدل.
هغې دغو لیدنو کې د دا ډول ناستو د زیاتوالي او د اړیکو د لا پراختیا هیله څرګنده کړې او ویلي، د افغانستان په اړه د دغه سازمان په ابتکار د دوحې ناستو د درېيمې پروسې له مخې به د يادې پروسې په ترڅ کې جوړ شوي کاري ګروپونه خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربتوب کابل کې ترسره کړي.