د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د ښار په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه بازارونو، د موټرو تمځایونو او نورو ځایونو کې عامه تشنابونه نشته او که وي هم نظافت یې دومره خراب دی چې د کارولو نهدی.
د لسمې ناحیې اوسېدونکی ګلابالدین وايي چې کابل ښار کې باید عامه تشنابونه زیات شي او په وینا یې، ګڼهګوڼه ډېره ده.
«کابل کې د تشابونو کمښت، یوه جدي ستونزه ده او هغه خلک چې د ښار بېلابېلو سیمو کې رفع حاجت کوي، دا ورته وايي چې نظافت ته پام وکړي او ښار ککړ نهکړي.»
د نیمروز ښار اوسېدونکی محمداصف هم ورته غوښتنه لري. «ځینې خلک له ولایتونو راځي او له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. ځکه چې زه پهخپله ښار کې نابلده یم، نو ډېرې ستونزې مې درلودې او په سختۍ مې د اړتیا د پوره کولو لپاره یوځای پیدا کړ. له حکومت څخه غوښتنه کوم چې په بېلابېلو سیمو کې د نارینهوو او ښځو لپاره عامه تشنابونه جوړ کړي.»
د کابل ښار د خیرخانې سیمې اوسېدونکی محمد وايي چې شته محدود تشنابونه هم غیرصحي، له اوبو پرته او نظافت نهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د کابل ښار په ځانګړې توګه د تشنابونو کمبود زموږ له اساسي ستونزو څخه دی. هره ورځ چې موږ په بازار کې تګراتګ کوو، ګڼشمېرهموطنان مو ګورو چې د سړکونو او کوڅو په غاړه تشناب کوي. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې تشنابونه جوړ کړي او د دغو تشنابونو د پاکوالي او نظافت په برخه کې هم لازم اقدامات ترسره کړي.»
د چاپېریالي چارو کارپوهان وايي چې د عامه تشنابونو کمښت کولای شي، د ناروغیو د خپرېدو، د چاپېریال د ککړتیا او د ښاریانو د نارضایت لامل شي.
د چاپېریال د چارو کارپوه عبدالهادي اڅکزی وايي چې په لومړي قدم کې باید د خلکو لپاره معیار لرونکي تشنابونه جوړ شي او ورسره خلکو ته د پوهاوي ورکولو پروګرامونه هم پیل شي، څو خلک د ښار د ژوند فرهنګ مراعات کړي او چاپېریال ککړ نهکړي.
هغه زیاته کړه: «په لویو ښارونو لکه کابل کې د تشنابونو کمبود واقعاً ډېر دی او خلک د سړکونو او کوڅو په غاړه د ضرورت د پوره کولو لپاره کار اخلي چې هم د ښار ښکلا لهمنځه وړي، چاپېریال ککړوي او په پای کې د خلکو ترمنځ بېلابېلې ناروغۍ رامنځته کوي.»
په همدې حال کې د کابل ښاروالي وايي چې په کابل ښار کې یې په بېلابېلو سیمو کې ۴۰ باب تشنابونه جوړ کړي او سږکال به خلکو ته د استفادې لپاره چمتو شي. دوی وايي چې د راتلونکي کال لپاره هم ډېر پلانونه لري.
د کابل ښاروالي ویاند نعمتالله بارکزی وايي: «د ښار تشنابونه د هغو خدماتو له جملې دي چې کابل ښاروالي یې وړاندې کوي. په ځانګړې توګه اوس په کابل ښار کې له ۴۰ زیات فعال تشنابونه شته او هر بازار ته تشنابونه جوړ شوي، خو بیا هم کمبود احساس کېږي. کابل ښاروالۍ د روان کال لپاره ۴۰ نور تشنابونه په پلان کې لري چې کار یې بشپړ شوی او راتلونکي کال لپاره هم ډېر پلانونه لري.»
د کابل په بېلابېلو سیمو کې د عامه تشنابونو نشتوالی له هغو ستونزو څخه دی چې د کابل خلک ورسره مخ دي. د تشناب د نشتوالي له امله، د خلکو لپاره د عامه ځایونو کارول یو نهمنونکی او نامناسب فرهنګ ګرځېدلی دی.