د اوکراین پوځ وایي چې د هېواد په ختیځو سیمو، په ځانګړي ډول د دونېڅک او خارکیف په لومړیو کرښو کې لاهم نښتې روانې دي.
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو عمومي قومنداني په خپل ورځني جګړهییزه راپور کې ویلي، روسیې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اوکرایني پوځي واحدونو او ملکي مېشت ځایونو ۹۰ هوايي بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، روسي ځواکونو ۲۲۳ هوایي بمونه غورځولي او تر ۷زرو او ۶۰۰ ډېر ډرون بریدونه یې کړي دي.
د اوکراین پوځ وایي چې دغه بریدونه تر ډېره د دنیپروپېتروفسک او زاپوریژیا سیمې په نښه کړې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد هېواد عمومي قومنداني همداراز ویلي چې په بېلابېلو جګړهییزو سیمو کې ۱۳۶ مستقیمې نښتې ثبت شوې دي.
په دې کې د دونېڅک د پوکروفسک ولسوالي او د خارکیف، د پریلیپکا سیمه شامله ده چې تېرکال روسیې ادعا کړې وه، نیولې یې ده.
بل لور ته، اوکرایني چارواکي وایي، روسیه د جګړې په ډګر کې خپلو لاستهراوړنو کې مبالغه کوي.
مسکو تېره اوونۍ ادعا کړې وه چې روان کال یې د اوکراین ۳۰۰ مربع کیلومتره خاوره نیولې، خو د جګړو د څېړنې نړیوال انسټیټیوټ خپلواک معلومات ښيي چې دا شمېر شاوخوا ۷۴ مربع کیلومتره دی.