Asset 1SWN

سلام وطندار

ایران: هر ډول برید به د جګړې په مانا وي

خامنه‌يي

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي خبرداری ورکړی چې ایران به هر ډول پوځي برید د ځان پر ضد «بشپړه جګړه» وبولي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تمه ده د امریکا یوه الوتکې وړونکې بېړۍ او نور پوځي تجهیزات په راتلونکو ورځو کې منځني ختیځ ته ورسېږي.

یاد چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، ایران هیله لري، د امریکا دا پوځي ځای پر ځای کېدنه د ریښتینې جګړې نیت ونه‌لري.

خو نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد پوځ د هرډول سناریوو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د تیارسي کچه تر ټولو لوړې درجې ته رسول شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې هر ډول برید، که محدود وي او که پراخ، یا دقیق پوځي هدف وي، ایران به یې د بشپړې جګړې په توګه تعبیر کړي او سخت ځواب به ورکړي.

بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هېواد یې پوځي ځواک سیمې ته لېږلی، خو هیله یې ښودلې چې کار ترې وانه‌خېستل شي.

ایراني چارواکي بیا ټینګار کړی چې د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع به په هر قیمت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام