Asset 1SWN

سلام وطندار

اروپايي ټولنې د افغان ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړل

IMG_2943-1140x619

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د افغانستان لپاره یې د «محلي سوداګرۍ د پراختیا له لارې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا» د پروګرام د دویم پړاو د پیل لپاره یې، ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

یادې ټولنې ویلي چې دا پروګرام به د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د اروپايي اتحادیې په مالي ملاتړ پلي شي.

د راپور له مخې، په دې پروګرام کې به ښځې د اقتصادي فعالیتونو په بېلابېلو پړاوونو کې، په ځانګړي ډول د کوچنیو او منځنیو سوداګریو په برخه کې، د مالي او تخنیکي ملاتړ له لارې ملتیا ترلاسه کړي.

اروپايي اتحادیې ویلي: «دا پروګرام د کلتور سره سم او د شریعت له اصولو سره برابر مالي میکانېزمونه، د سوداګرۍ د پراختیا ملاتړ، مسلکي مشورې او بازارونو ته د لاسرسي اسانتیاوې ترویجوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اروپايي ټولنې همداراز زیاته کړې چې دا پروګرام به د افغانستان په محرومو او غرنیو سیمو کې عملي شي. هغه سیمې چېرې چې د کار په ځواک کې د ښځو ونډه کمه ده او مالي خدمتونو ته لاسرسی لا هم محدود پاتې دی.

د دې ټولنې په وینا، د یاد نوښت موخه دا ده چې د ښځو اقتصادي خپلواکي پیاوړې شي او د هغوی د عایداتي فرصتونو د زیاتېدو له لارې د ټولنو پر اقتصادي ثبات مثبت اغېز واچول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام