Asset 1SWN

سلام وطندار

د واورې ورښت؛ د اوزبیکستان وارداتي برښنا پرې شوې

images

د برښنا شرکت مسوولان وايي چې د درنو واورو او توپانونو له امله د هېواد په ځینو سیمو کې د ازبکستان وارداتي برښنا پرې شوې ده.

یاد شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پلخمري – کابل پر لویه لاره د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برښنا مزی د شدیدو ورښتونو له امله زیانمن شوی دی. د دې مزي د پرې‌کېدو له کبله، په ګڼو ولایتونو کې د برښنا کمښت او پرله‌پسې پرچاوۍ رامنځته شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، میدان‌وردک، غزني، لوګر، پکتیا، خوست او د بغلان ځینې برخې له دې ستونزې ډېرې اغېزمنې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


برشنا زیاته کړې چې د سالنګ په سیمه کې د درنې واورې له امله تخنیکي ټیمونه لا نه دي توانېدلي د زیانمن شوي ځای ارزونه وکړي او د هوا د ښه کېدو انتظار باسي، څو ستونزه له نږدې وڅېړي او د ترمیم چارې پیل کړي.

په ورته وخت کې، برشنا ویلي چې د ترکمنستان له لوري وارداتي برېښنا د لېږد لین ستونزه په بلخ او فاریاب ولایتونو کې حل شوې او د بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د برېښنا جریان بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د برشنا د معلوماتو له مخې، د نورو اغېزمنو ولایتونو لپاره د برېښنا د بېرته وصل کولو هڅې روانې دي او د هوا له ښه کېدو سره سم به د زیانمن شوي لین د ترمیم کارونه پیل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام