که څه هم روان کال کابل کې د ژمي واوره په ځنډ وورېده، یوشمېر کارګر وايي چې د ژمي له پیله او د واورې په ورېدو سره یې، د کار کولو فرصتونه کم شوي دي.
د دوی په وینا، سړه هوا او د ودانیزو او خدمتونو چارو په کمېدو سره دوی ته ورځنۍ مزدوري کمه شوې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې نهشي برابرولی.
د کابل اوسېدونکی محمدمبین چې ۵۰ کاله عمر لري او د نهه کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده، هره ورځ د واټ ترڅنګ په دې تمه ولاړ وي چې خپلې کورنۍ یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. هغه رنګمال دی او د هوا په سړېدو یوازې یوه ورځ په دې بریالۍ شوی چې کار وکړي، خو د یوې ورځې مزدوري د هغه د کورنۍ اړتیاوې نهشي پوره کولی.
هغه وویل: «ټوله یوه میاشت کې یوازې یوه ورځ کار راته برابر شوی، خو مجبور یو چې کار وکړو، ځکه زموږ د کور نفقه پر موږ فرض ده. له کوره د همدې لپاره وځم، خو هېڅ عاید نهلرم. زه پخپله د نهه کسیزې کورنۍ نفقه برابرونکی یم. اړ کېږو چې د ملګرو مخې ته سر ټیټ کړو، څو روپۍ پور راکړي، تر هغه چې کار پیدا شي، بیا کار وکړو او د هغوی پور بېرته پرې کړو.»
په ورته مهال غلام ایشان هم د کابل شهرنو اړوند حاجي یعقوب څلور لاره کې په دې تمه ولاړ دی چې څوک به یې د کار لپاره بوځي. هغه وايي، ډېری ورځې ناهیلۍ او له کار پرته تش لاسونه بېرته کور ته ځي.
هغه زیاته کړه: «هېڅ کار نشته، اوس هم چې واوره ده، کار خو بېخي نهوي، یوازې د الله په هیله راځوو، چې کار پیدا کړو، خو که د کار ووایم، بیخي صفر دی، همدومره کوو چې ژوندي پاتې شو، دوه اوونیو کې که دوه ورځې کار وکړو.»
۵۵کلن محمدصادق چې له شلو کلونو څخه زیات وخت کېږي پر وانیزو چارو بوخت دی، وايي، د کار نشتوالی او د واورې ورېدو یې ستونزې لاپسې زیاتې کړې دي. هغه له حکومته غواړي چې د کارګرو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «کار نشته، مزدوري نه شته، په میاشت کې یو ځل هم کار ته نهځو. د کور کرایه مو د یوکال راهیسې پاتې ده. زموږ یوازینۍ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې خلکو ته کار پیدا کړي، څو مصروف شي او وکولای شي د حلالې روزۍ څو مړۍ خپلو کورونو ته یوسي.»
بلخوا د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوها د کار نشتوالی او د کارګرو عاید ټیټوالي په ځانګړې توګه د ژمي پرمهال، په هېواد کې د فقر پراخېدو اصلي لامل بولي.
اقتصادي کارپوه عبدالوافع نایبزی وايي: «افغانستان کې د ژمي په موسم کې د ورځنیو کارګرو د کار په موندلو کې ناتواني، د کورنیو د عاید د بندېدو یا سخت کمېدو لامل کېږي. دا د عاید کمښت په مستقیم ډول د فقر د زیاتېدو سبب ګرځي، ځکه همدا هغه کورنۍ دي چې لږ عاید لري او هېڅ سپما نهلري، د خوړو د برابرولو توان یې کمېږي او د خوړو ناامني لاشدیده کېږي. دا وضعیت د فقر کړۍ لا ژوره کوي او د کورنیو زیانمننه زیاتوي.»
دغه کارګر داسې مهال د تنګسیې او کاري فرصتونو نشتوالي څخه شکایت لري چې هېواد کې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ویلي، ۲۰۲۶کال کې به ۲۱ میلیونه او ۹۰۰زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.