د کندهار د ډنډ ولسوالۍ «کرز» سیمه کې د استوګنې د یوې خونې چت لوېدو له امله شپږ ماشومانو ژوند بایللی.
د کندهار له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رییس عبدالسلام عمري وایي، پېښه د وروستیو واورو او سختو بارانونو له امله رامنځته شوې او د ماشومانو د جنسیت په اړه تراوسه مالومات نه دي ورکړل شوي.
نوموړي وویل: «د لومړنیو مالوماتو له مخې، د یوې کورنۍ پر غړو د کوټې چت لوېدلی چې له امله یې شپږو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
چارواکي وایي، د وروستیو طبیعي پېښو اغېزې یوازې ډنډ ولسوالۍ پورې محدودې نه دي.
د کندهار له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رییس زیاتوي چې په معروف، سپینبولدک، ښورابک، ریګستان، نېش، میانشین، ښکته شاه وليکوټ، لوړ شاهوليکوټ او خاکریز ولسوالیو کې هم واورو او تېزو بارانونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له خلکو غواړي چې د سختو ورښتونو پر مهال د زړو او کمزورو ودانیو د خوندیتوب په اړه جدي پاملرنه وکړي، څو د ورته مرګژوبلو د مخنیوي لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیول شي.