Asset 1SWN

سلام وطندار

امریکا نن د روغتیا نړیوال سازمان څخه وځي

75_YEARS_OF_WORLD_HEALTH_ORGANISATION

تمه ده چې امریکا نن پنجشنبه جنورۍ ۲۲مه په رسمي ډول د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) څخه ووځي. د یاد هېواد دغه اقدام د امریکا او نړۍ پر روغتیايي وضعیت د منفي اغېزو په اړه له خبرداریو سره مخ شوی دی.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د قانون له مخې، واشنګټن اړ دی تر وتلو مخکې د یاد سازمان ۲۶۰ میلیونه ډالر پاتې فیسونه ادا کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۵کال د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د اجرایي فرمان له لارې اعلان کړی و چې امریکا به له نړیوال روغتیايي سازمانه ووځي. د امریکا د قانون له مخې، له سازمانه د وتلو لپاره باید یو کلن رسمي خبر ورکړل شي او ټول پاتې مالي مکلفیتونه ادا شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پنجشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې نړیوال روغتیايي سازمان د روغتیايي بحرانونو، په ځانګړي ډول د معلوماتو د شریکولو او سم مدیریت په برخه کې پاتې راغلی چې له امله یې امریکا ته د ټریلیونونو ډالرو اقتصادي زیان اوښتی دی.

دغه ویاند زیاته کړه چې ولسمشر د خپل واک له مخې پرېکړه کړې چې د امریکا د حکومت له لوري نړیوال روغتیايي سازمان ته د راتلونکو مالي مرستو، ملاتړ او سرچینو لېږد وځنډوي.

د روغتیايي چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د امریکا له خوا له نړیوال روغتیايي سازمانه وتل ښايي د نړیوالو روغتیايي هڅو پر همغږۍ او د ناروغیو پر مخنیوي ناوړه اغېز وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام