Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ د ۳ خبریالانو په ګډون ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

1-1769006882

پر غزې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې د ٣ خبریالانو په ګډون ١١ فلسطینیان وژل شوي.

نړیوالو رسنیو د غزې روغتیایي چارواکو په خبره راپور ورکړی چې وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي او شپږ کسان ټپیان شوي.

د راپورونو پر اساس، انس غنیم، عبدالرؤف شات او محمد قشته له وژل شویو خبریالانو څخه دي او د غزې یوه مرکزي سیمه کې د راپور په جوړولو بوخت وو چې د اسراییل له لوري پرې هوایي برید شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غزې روغتیايي مسوولانو په وینا، د اوربند له اعلان سره سره، د اسراییلي ځواکونو بریدونه په بېلابېلو سیمو کې نه‌دي درېدلي او لاهم ملکي وګړي په نښه کوي.

فلسطیني چارواکو ویلي چې اسراییلو د اکتوبر په لسمه د امریکا په منځګړیتوب له شوي اوربند څخه په پرله پسې ډول سرغړونه کړې.

همدارنګه اسراییل غزې ته د خوراکي توکو، طبي او نورو مرستو د ننوتلو محدودیت ته دوام ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام