د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داووس په اقتصادي غونډه کې د وینا پرمهال پر اروپايي ټولنې نیوکه کړې چې اروپا پر ناسم لوري روانه ده او په وینا یې، د ځانوېجاړولو هڅه کوي.
ټرمپ زیاته کړې چې امریکا د اروپا خلکو ته ارزښت ورکوي او پر هغو اړیکو باور لري چې امریکا او اروپا سره متحدوي. هغه ټینګار وکړ چې غواړي یو پیاوړی او متحد لوېدیځ او داسې اروپا ولري چې د امریکا متحده پاتې شي.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې هغه غواړي ګرینلنډ ترلاسه کړي، نه دا چې اجاره یې کړي. د هغه په وینا، له امریکا پرته د ناټو هېڅ یو غړی هېواد د دې توان نهلري چې د ګرینلنډ دفاع وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټرمپ په وینا، د ناټو ټول غړي هېوادونه باید د ځان د دفاع وړتیا ولري او ټینګار یې وکړ چې له دې اتحادیې یې تر ټولو مهمه غوښتنه د ګرینلنډ ساتنه ده.
هغه همدارنګه وویل چې د ډنمارک او ګرینلنډ خلکو ته درناوی لري او چمتو دی چې د دې ټاپو د پېرلو په اړه خبرې وکړي.