Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل او ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی

8B51A27F-7496-475D-84F6-1CE5C7C12935

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن چهارشنبه دلوې لومړۍ / جنوري ۲۱ یوه خبرپاڼه کې سبا پنجشنبه د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې کابل، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، فاریاب، سرپُل، جوزجان، بادغیس، فراه، غور، هلمند، کندهار، ارزګان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان‌وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونه شاملیږي.

خبرپاڼه کې راغلي چې مختلفو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ ملي‌مترو او د واورې هم له ۱۰ تر ۶۵ ساتني ‌مترو پورې ووسي.

د هوا پېژندنې ریاست د سالنګونو په شمول مرکزي ولایتونو کې د شدیدیو بادونو اټکل هم کړی چې سرعت به یې ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو پورې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام