د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، که ایران د امریکا برید لاندې راشي، تهران به هر هغه څه چې لري، په کارولو یې مقابله وکړي.
د راپورونو پر اساس، عراقچي یوه مقاله کې ویلي، پر ایران د بیا ځلې برید په صورت کې به یې وسلهوال ځواکونه قاطع او کلک ځواب ته چمتو دي.
هغه دغه مقاله کې لیکلي: «که چېرې مونږ د نوي برید لاندې راشو، د هغه زغم برعکس چې ایران د ۲۰۲۵ کال جون کې اسراییلو سره جګړه کې ښوولی وو، زموږ وسلهوال ځواکونه هر هغه څه سره چې موږ یې لرو، ځواب ورکولو ته چمتو دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عراقچي د تېر ۲۰۲۵ کال جون میاشت کې د اسراییل لخوا د ایران پر وړاندې د ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې لیکلي:
«دا ګواښ نه دی، بلکې یو حقیقت دی چې باید په څرګنده توګه یې بیان کړم، ځکه چې د یو ډیپلومات او تجربه کار په توګه، له جګړې کرکه لرم.»
عباس عراقچي ټینګار کړی چې تهران د جګړې پر ځای تل سولې ته ترجیح ورکړې، خو په وینا یې چې د امریکا تګلاره باید بدلون وکړي.