د اسپانیا په سوېل کې د اورګاډو د ټکر له امله لږترلږه ۴۰ کسان مړه شوي او ۴۳ نور ورک دي. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو ګړندی اورګاډی له پټلۍ واوښت او له یوه بل اورګاډي سره وجنګېد.
دا پېښه د تېرو ۸۰ کلونو تر ټولو بدو اورګاډي پېښو څخه بلل کېږي.
د بیړنیو خدمتونو چارواکو ویلي چې ۱۲ ټپیان دامهال په نازک حالت کې د روغتون په عاجلو څانګو کې تر درملنې لاندې دي.
پېښه د کوردوبا ولایت د ادموز ښار ته نږدې شوې چې له مادرید څخه شاوخوا ۳۶۰ کیلومتره لرې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سیمه غرنیزه ده او یوازې یوه تنګه لار لري چې له امله یې د امبولانسونو او درنو وسایلو رسېدل ستونزمن شوي دي.
د اندلس سیمې مشر ویلي چې د ژغورنې ډلې لا هم د اورګاډو لاندې بند پاتې کسانو ته د رسېدو هڅه کوي.
په اورګاډو کې ټول ۵۲۷ مسافر سپاره وو او تر اوسه د ۴۳ ورکو کسانو راپورونه ثبت شوي دي. د اسپانیا لومړي وزیر خپل بهرنی سفر لغوه کړی او د پېښې ځای ته لوړپوړي چارواکي رسېدلي دي.