Asset 1SWN

سلام وطندار

اسیا جام ته چمتووالی؛ افغان فوټسال لوبډله ویټنام سره لوبېږي

urq58l5ssfwluda5pdyx

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د فوټسال ملي لوبډله به نن سه‌شنبه، مرغومې ۳۰مه، د یوې دوستانه سیالي په ترڅ کې د ویتنام فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته شي.

یاد فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې دا دوستانه لوبه به نن ماسپښین ۱۲:۳۰ بجې پیل شي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له دې وړاندې په لومړۍ دوستانه لوبه کې ویتنام ته د ۵ – ۳ په پایلې سره ماته ورکړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا دوستانه سیالي د اسیا فوټسال جام ته د چمتووالي په موخه کېږي چې ټاکل شوې د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۷مه په اندونیزیا کې پیل شي.

افغانستان د یاد جام په ډي ګروپ کې له ایران، سعودي عربستان او مالیزیا سره یوځای دی.

افغانستان به دې ګروپ کې خپله لومړۍ لوبه د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه د سعودي عربستان پر وړاندې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام