Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: د نوبل جایزه رانه‌کړل شوه، نور د سولې په اړه فکر نه‌کوم

180130235555-trump-smile-sotu

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که څه هم نړۍ کې یې بېلابېلې جګړې درولي او د سولې نوبل جایزې نه‌ده ورکړل شوې، نو دی نور «د سولې» په اړه فکر نه‌کوي.

د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ګرینلنډ پر سرلانجه پراخه شوې او د امریکا او اروپا ترمنځ د نوې سوداګریزې جګړې د پیل اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

ټرمپ د ناروې لومړي وزیر یوناس ګارستوره ته په یوه پیغام کې لیکلي: «له دې امله چې ستاسو هېواد، سره له دې چې ما اته جګړې درولې دي، ماته د سولې د نوبل جایزه رانه‌کړه، زه نور ځان یوازې سولې ته ژمن نه ګڼم. که څه هم سوله به لاهم لومړیتوب وي.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ پر دې فشارونه زیات کړي چې ګرینلنډ د ډنمارک له واکه وباسي؛ هغه هېواد چې د ناټو غړیتوب لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې موضوع اروپايي ټولنه اړ کړې چې د احتمالي غچ اخیستونکو اقداماتو په اړه غور وکړي.

شنونکي خبرداری ورکوي چې دا لانجه کولی شي ناټو له جدي بحران سره مخ کړي؛ هغه پوځي تړون چې له لسیزو راهیسې د لوېدیځ د امنیت ستنه بلل کېږي.

ناټو لا له وړاندې د اوکراین د جګړې او د ټرمپ د هغه دریځ له امله تر فشار لاندې ده چې وایي، امریکا به یوازې د هغو متحدینو ملاتړ وکړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي.

د ټرمپ وروستیو ګواښونو د اروپا صنعتي مشران اندېښمن کړي او مالي بازارونو ته یې ټکان ورکړی دی. پانګه‌وال وېره لري چې د ۲۰۲۵ کال د سوداګریزې جګړې بې‌ثباتي به بېرته راژوندۍ شي؛ هغه جګړه چې یوازې د تعرفوي هوکړو تر لاسلیک وروسته کمه شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام