Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییل پوځ په الخليل ښار کې عمليات پيل کړي

israel-security-forces-al-aqsa-mosque-jerusalem

د اسراییلو پوځ نن دوشنبه، د مرغومې ۲۹مه، اعلان کړی چې د لوېديځې غاړې په الخليل ښار کې يې پوځي عمليات پيل کړي دي. د پوځ په وينا، دا عمليات به څو ورځې دوام ولري او د کورني امنيت له ادارې «شاباک» او سرحدي ځواکونو سره په ګډه کېږي.

پوځ زیاته کړې چې تېره شپه د الخليل ښار د جبل جوهر په سيمه کې پراخ عمليات پیل شوي چې موخه يې په سيمه کې د وسلو د ساتنې او د مقاومت د زېربناوو له‌منځه وړل دي.

په همدې حال کې، د فلسطيني بندیانو ټولنې اعلان کړی چې اسراییلو د تېرې پنجشنبې له شپې څخه تر سهاره پورې په لوېديځې غاړې کې لږترلږه ۵۰ فلسطينيان نيولي او ميداني پلټنې ترې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د يادې ټولنې په وينا، د نيونو او پلټنو زياتره عمليات د الخليل په الشيوخ ښارګوټي او د جنين ښار په کفر راعي ښارګوټي کې شوي دي.

د فلسطين رسمي سرچینو د شمېرو له مخې، دامهال د اسراییلو په بند‌خونو کې د بنديانو شمېر له ۹۳۰۰ کسانو څخه اوښتی چې په دې کې ۴۹ ښځې او ۳۵۰ ماشومان شامل دي چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو کم دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام