Asset 1SWN

سلام وطندار

د جګړې پیل؛ اوکراین: د روسیې څه باندې یو میلیون سرتیري وژل شوي

00int-russian-troops01-photo-vwpm-videoSixteenByNine3000

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز اعلان کړی چې روسیې د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې پر اوکراین د پوځي برید له پیل څخه تراوسه شاوخوا یو میلیون، ۲۲۵زره او ۵۹۰ سرتېري له لاسه ورکړي دي.

د الجزیرې خبري شبکې نن (یک‌شنبه، د مرغومي ۲۸مه / د جنورۍ ۱۸مه) د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز له قوله راپور ورکړی چې روسیې په دې جګړه کې درانه مالي او پوځي زیانونه هم ګاللي او د خپلو پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه یې له‌منځه تللې ده.

د اوکراین د لوی درستیز د معلوماتو پربنسټ، روسیې تر دې دمه نږدې ۱۱زره او ۵۶۹ ټانکونه، ۲۳زره او ۹۱۴ زغره‌وال موټر، ۷۴زره او ۶۰۱ پوځي وسایط او د تېلو ټانکرونه، ۳۶زره او ۲۶۱ د توپخانې سیستمونه، ۱۶۱۵ د څو توغندیو د ویشتلو سیستمونه، ۱۲۷۸ د هوايي دفاع سیستمونه، ۴۳۴ الوتکې، ۳۴۷ چورلکې، ۱۰۸زره او ۶۰۵ بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه)، ۲۸ کښتۍ او بېړۍ او دوه اوبتلونه له لاسه ورکړي دي.



سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خو د جګړې له پیل راهیسې د دواړو لورو د تلفات شمېرې په خپلواکه توګه تاییدول ستونزمن بلل شوي دي.

په همدې حال کې، د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې د اوکراین ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۳۰۵ تلفات ورکړي دي. دغه وزارت زیاته کړې چې د روسیې هوايي دفاع ۲۱۴ اوکرایني ډرونونه او د «نپتون» په نوم دوه لرې‌واټن وېشتونکي توغندي راغورځولي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په وینا، روسي ځواکونو په تېرو شپو او ورځو کې په ۱۶۷ سیمو کې د اوکراین د انرژۍ او ترانسپورتي بنسټونو پر وړاندې بریدونه کړي او هم‌مهاله یې د اوکرایني ځواکونو د ځای پر ځای کېدو سیمې، د مهماتو زېرمې، د راټولولو کارځایونه، د ساتنې مرکزونه، د الوتنې د چمتووالي مرکزونه او د لرې‌واټن ډرونونو د توغولو ځایونه په نښه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام