د حزبالله مشر نعیم قاسم، د ایران د وروستیو پراخو لاریونونو په غبرګون کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورن کړي چې هڅه کوي «ایران له دننه څخه لهمنځه یوسي.»
قاسم پرون شنبه، د مرغومې ۲۷مه، په خپله وینا کې وویل: «موږ د ایران، د هغوی د خلکو، مشرتابه او انقلاب ترڅنګ ولاړ یو.» هغه زیاته کړه چې د امریکا په مشرۍ، د بېلابېلو بڼو ملاتړ او هڅونې سره سره، مخالف ځواکونه به ونهکړای شي د ایران څېره بدله کړي.
تر دې مخکې، د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنهيي هم د شنبې پر ورځ په خپلو څرګندونو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پراخو اعتراضاتو پرمهال د ایراني وګړو د وژنې مسوول وباله.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه اعتراضونه چې د مرغومې له اوومې نېټې راهیسې د ایران په ګڼو ښارونو کې پیل شوي، د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي او د ګڼو کسانو د مرګژوبلې لامل ګرځېدلې دي.
دا لاریونونه په پیل کې د خراب اقتصادي وضعیت، د اسعارو د نرخونو د لوړېدو، د بازار د بېثباتۍ او د ملي پیسو د ارزښت د کمېدو پر ضد وو، خو وروسته یې سیاسي بڼه هم خپله کړه.
د ایران د یوشمېر بشري حقونو د بنسټونو د راپور له مخې، د جمعې تر ورځې، د وژل شویو معترضانو تایید شوی شمېر ۳زره او ۹۰ کسانو ته رسېدلی دی.