Asset 1SWN

سلام وطندار

د هرات ټرافیکو مدیریت: د رېکشاوو پر تګ‌راتګ بندیز لاهم پر ځای دی

IMG-20260117-WA0004

د هرات امنیې قومنداني د ترافیک مدیریت د ښار په ځینو سیمو کې د رېکشاوو د تګ‌راتګ د ازادېدو په اړه خپرې شوې اوازې ناسمې بللي او ویلي یې دي چې دا محدودیت لاهم پر ځای دی.

د هرات د امنیه قومنداني د ترافیکو مدیر شېرمحمد حجازي وویل، هغو سیمو کې چې مخکې د رېکشاوو پر تګ‌راتګ بندیز لګېدلی وو، لاهم پر ځای دی او له سرغړونکو سره به د قانون له مخې چلند وشي.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه کومه نوې پرېکړه یا بدلون نه دی راغلی او د رېکشاوو د ازادېدو په اړه اوازې هېڅ حقیقت نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ترافیکو مدیریت مسوولان وایي چې د دې محدودیتونو موخه د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې کمول دي.

د هرات محلي چارواکو په وینا، په اوس وخت کې شاوخوا دوه زره تاکسي، پلانکوچ او ملي ‌بس د ښار دننه د مسافرو وړو خدمت کوي.

همدارنګه ویل شوي چې په هرات کې اوس له سل زره څخه زیات رېکشاوو تګ‌راتګ کوي، په داسې حال کې چې د هرات ښار ظرفیت یوازې د پنځو زرو رېکشاوود د منلو وړ دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام