Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۴۶۳ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه بریدونه اسراییل

سره له دې چې د تېرکال په اکتوبر کې د اسراییلو-حماس ترمنځ اوربند اعلان شوی، د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو بریدونه لاهم دوام لري چې تراوسه لږترلږه ۴۶۳ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل‌خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلېیر د خپلې «د سولې شورا» غړی ټاکلی دی. په دې نوملړ کې د ټرمپ زوم جېرډ کوشنر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکوف هم شامل دي.

په همدې حال کې، هغه فلسطینۍ کمېټه چې ټاکل شوې د جګړې وروسته د غزې د ادارې چارې پر مخ یوسي، په قاهره کې یې خپل رسمي کار پیل کړی دی. دا ګام د غزې د راتلونکي سیاسي او اداري جوړښت په تړاو د هڅو یوه برخه بلل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په غزه کې لږترلږه ۷۱ زره او ۴۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷۱زره او ۳۴۷ نور ټپیان دي.

همداراز د ۲۰۲۳کال د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو پرمهال په اسراییلو کې ۱،۱۳۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۰۰ نور د حماس له لوري برمته شوي وو چې د اوربند ټينګښت په نیت یې، ځینې بېرته خوشې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام