Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۳۰۰ کورنیو ته د برښنا رسولو پروژه بشپړه شوه

befff51a-3487-446c-95cb-1ccff47d4bb7

د لوګر مرکز پُل‌علم اړوند «نیازیو پوزه» سیمه کې د برښنا رسونې یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې له مخې به یې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ له وارداتي برښنا برخمنې شي.

د برښنا شرکت په مالي لګښت د لوګر ولایت مرکز پل‌علم ته اړوند د نیازیو پوزه سیمه کې د برېښنا رسونې د یوې مهمې پروژې چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې له مخې به یې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ له وارداتي برېښنا څخه برخمنې شي.

د دغه ولایت د برښنا رییس میراحمد ولي هاشمي وویل، پر یاده پروژه نږدې ۹ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې په کې د دوو پایو ټرانسفرمرونو نصبول شاملیږي.

د هغه په وینا، د یادې پروژې چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شوي او ټول لګښت یې د برښنا شرکت له لوري ورکړل شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته مهال، د لوګر د والي مرستیال مولوي محمد انور دین‌پرور د دغې پروژې پرانیستل د سیمې د اوسېدونکو لپاره مهم او ارزښتناک ګام وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د برښنا له بې‌ځایه مصرف څخه ډډه وکړي او د اسلامي امارت له روانو بنسټیزو او رغنیزو پروژو سره خپله همکاري ونه سپموي.

بل لور ته، د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې له پلي کېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو ورځنیو ستونزو د حل په برخه کې مهم پرمختګ وباله.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کورنۍ د ورته پروژو له لارې له برښنا څخه برخمنې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام