Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې یو کس ژوند بایللی

ننګرهار

د ننګرهار ځايي مسوولان وايي، دغه ولایت کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې له امله یو ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وویل، پېښه تېره ورځ د سپین‌غر ولسوالۍ «مامند‌چینې» سیمه کې رامنځ ته شوې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وایي یاد ځوان غره ته د څارويو څرولو په موخه تللی وو چې مازدیګر مهال یې په غره کې یوه  ناچاودلې مرمۍ ټکولې او پرې چاونه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د تېرو جګړو د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وخت ناوخت دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام