Asset 1SWN

سلام وطندار

د ۱۹کلنو کرکټ نړیوال جام سیالۍ نن پیلیږي

607986813_1486426146820779_7403060147632495587_n

د کرکټ د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو د نړیوال جام سیالۍ نن پنجشنبه د زمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيلیږي او د راتلونکې فبروري میاشتې په شپږمه پایته رسیږي.

دغه نړیوال جام کې د افغانستان په شمول د نړۍ ۱۶ غوره لوبډلې برخه لري چې په څلورو ګروپونو وېشل شوي.

افغانستان له سویلي افریقې، تنزانیا او ویسټ‌انډیز سره په څلورم ګروپ کې دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دې سیالیو په لومړۍ ورځ به نن د هند او امریکا، زیمبابوې او اسکاټلنډ او تانزیا او ویسټ انډییز لوبډلې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډله به خپله لومړۍ لوبه سبا جمعه له سویلي افریقې سره وکړي.

افغان لوبډله د دغو لوبو لپاره د تیاریو په لړ کې دوه تمریناتي لوبې، له اسټرالیا او سریلانکا سره کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام