اروپايي ټولنې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو د تامینولو لپاره د ۹۰ میلیارد یورو پور تصویب کړ.
اروپايي ټولنې تېره ورځ پر خپل ویبسایټ ویلي، دغه پور د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره د اوکراین د مالي اړتیاوو د زیاتې برخې د پوره کولو لپاره ورکوي او دا ملاتړ به دغه هېواد سره د دولت او اساسي عامه خدماتو د دوامدار فعالیت ډاډمن کولو کې هم مرسته وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغې ټولنې ویلي چې دا د روسیې د جګړې پر وړاندې د هېواد د دفاع لپاره د اروپایي اتحادیې د قوي ملاتړ په برخه کې یو مهم پړاو دی او د اوکراین د ملاتړ لپاره د دغې ټولنې د نه ماتېدونکي ژمنې ښکارندويي کوي.
دا اقدام وروسته له دې کیږي چې اروپايي ټولنې په ډیسمبر میاشت هوکړه وکړه چې په راتلونکو دوو کلونو کې د اوکراین د بودیجې او پوځي اړتیاوو لپاره ۹۰ میلیارد یورو قاطع ملاتړ چمتو کړي.