Asset 1SWN

سلام وطندار

جلال‌اباد ښار ته د ریکشو په تګ راتګ بندیز ولګېد

1

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مسوولان وایي، د ټرافیکي بې‌نظمۍ له امله یې جلال‌اباد ښار ته د ریکشو په تګ راتګ بندیز لګولی.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وویل، یاده پرېکړه یې د ټرافیکي نظم، د بیروبار کموالي او د ښاریانو لپاره سهولتونو رامنځ ته کولو په موخه کړې.

سید طیب حماد سلام‌وطندار ته وویل، نن (چهارشنبه، جدي ۲۴) د ټرافیکو مدیریت له لوري ښار ته په ټولو داخلېدونکو لارو کې یې منسوبین موظف کړي، څو یاده چاره په سم ډول عملي کړي.

د یادولو ده چې د ننګرهار د ټرافیکو مدیریت له لوري ریکشو ته د ښار څخه بهر مسیرونه مالوم شوي چې پرې تګ راتګ وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام