Asset 1SWN

سلام وطندار

متقي او د یوناما سرپرستې د دوحې پروسې په کاري ډلو خبرې کړي

G-jC24qbsAAaKuh

‏ د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما سرپرستې جورجټ ګانیون سره لیدلي.

د بهرنيو چارو وزارت تېره ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې کتنه کې افغانستان ته په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې میرمن روزمیري ډیکارلو په سفر، د دوحې پروسې په چوکاټ کې له مخدره توکو سره په مبارزې او د خصوصي سکټور په ملاتړ، د کاري ډلو په پرمختګونو، راتلونکو ناستو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې.

ښاغلي متقي ویلي چې د اسلامي امارت له لوري د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت بخښونکی پرمختګ شوی، خو په مقابل کې بیا نور لوري نه‌دي توانیدلي چې د بدیل معیشت او د بانکي ستونزو اړوند قناعت بخښونکي لاسته راوړنې ولري، ځکه نو اړینه ده چې اړونده لوري کوټلي ګامونه واخلي، څو په نورو برخو کې هم پرمختګونه وشي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یوناما سرپرستې د روانې میاشتې په پای کې افغانستان ته د ملکرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې روزمیري ډیکارلو د سفر یادونه وکړه او دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغې د دوحې پروسې د دوو کاري ډلو د مخکیني ناستو پایلې مثبتې وبللې او وې ویل، دې برخه کې به لا ډېره توجه وشي.

همدارنګه دواړو لورو ټینګار کړی، د دې لپاره چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې له دوو کاري ډلو پرته په نورو موضوعاتو هم ګټورې خبرې وشي، باید ګډ کار او همکاري لازیاته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام