Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې په ۱.۳ میلیون ډالرو پروژې پلي کیږي

پکتیکا ولایت مقام

پکتیکا کې د خوړو نړيوال پروګرام لخوا د ۱.۳ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو د تنظيم او وچکالي پر وړاندې د مبارزې په برخو کې پروژې پلي کېږي.

د پکتیکا ولایت مقام نن (سه‌شنبه، جدي ۲۳) یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د خوړو نړيوال سازمان «WFP» په مالي لګښت د اوبو د تنظيم او د اوبو ضايع کېدو مخنيوي برخو کې بېلا بېلې پروژې پلي کيږي.

خبرپاڼه کې راغلي چې يادې پروژې د پکتیکا په جاني‌خېل او ګومل ولسوالیو کې تطبیق کېږي چې د ځینو یې چارې پيل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغو پروژو کې یو د اوبو لوی حوض چې ۲۷۰۰ متر مکعب اوبو ځایوي، د ۵۰۰ متره په اوږدوالي د یو کانال په اساسي ډول جوړول، د ۱۲ متره په اوږدوالي د اوبو یو پایپ ترناب، د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي د کارېز پاکاري چارې، ۴۰۰۰ عدده ټرېنچونو کیندنه، ۴۰۰۰ مېوه لرونکو ونو کېنول، ۲۸۲ متره ګبیوني دېوال جوړول، ۱۶ بابه شنې خونې جوړول او ځینې نورې ورته پرمختیايي پروژې شاملې دي.

د یادونې ده چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د جاني‌‌خيل او ګومل ولسوالیو کې د خلکو کرنیزو ځمکو لپاره اوبه تنظيم شي او په اسانۍ به خپلې ځمکې خړوبې کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام