Asset 1SWN

سلام وطندار

خیبرپښتونخوا کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي

پاکستاني ځواکونو وژل کېدل (2)

خیبرپښتونخوا ایالت کې د دوو چاودنو پر مهال ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې لومړۍ چاودنه تېره ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په «ټانک» سیمه کې هغه مهال وشوه کله چې د پولیسو د ګزمې موټر تېرېده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه پېښه کې ۶ پولیس وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

راپورونو کې ویل شوي چې دویمه چاودنه «لکي‌مروت» سیمه کې شوې چې پایله کې یې ۳ پولیس ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام