Asset 1SWN

سلام وطندار

عراقچي: ایران خبرو او جګړې ته اماده دی

عراقچی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د مېشتو ډیپلوماټیکو پلاوو له مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، وروستي سراسري اعتراضات په پیل کې «ارام» وو، خو د هغه په وینا د «وسله‌والو ترهګرو ډلو» له ورننوتو وروسته په تاوتریخوالي او وینو تویېدو واوښتل، څو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د لاسوهنې پلمه برابره شي.

عراقچي ټینګار وکړ چې ایران هم د جګړې او هم د خبرواترو لپاره چمتو دی او زیاته یې کړه چې تهران د «برابر حقونو، متقابل درناوي او عادلانه مذاکراتو» غوښتونکی دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، هغه زیاته کړې چې حکومت د اعتراضونو له پیل سره سم له سوداګرو او اړوندو لورو سره خبرې پیل کړي او د سوله‌ییزو لاریونونو په ځواب کې یې اصلاحات تر غور لاندې نیولي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي ادعا وکړه چې وسله‌والو ډلو امنیتي ځواکونو باندې ډزې کړي، څو د قربانیانو شمېر زیات شي او دا یې د امریکا غوښتنه وبلله.

عراقچي د ټرمپ څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله او امریکا او اسراییل یې د کړکېچ د پارولو په هڅو تورن کړل.

هغه وویل چې حکومت د معترضانو ترمنځ د وسلو د وېش اسناد لري او د نیول شویو کسانو «اعترافات» به ژر خپاره شي. عراقچي همداراز اعلان وکړ چې د سفارتونو او دولتي ادارو لپاره به انټرنټي خدمات بېرته فعال شي او ادعا یې وکړه چې وضعیت بېرته بشپړ ثبات ته ګرځېدلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام