د خوست ولايت مقام څخه په ليږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د قلندر ولسوالي ته د وارداتي برښنا لېږد پروژه بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټېاخيستنې ته سپارل شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست والي مولوي عبدالله مختار ويلي چې اسلامي امارت د خلکو خدمت ته ژمن دی او د شته امکاناتو څخه د خلکو اسانتيا لپاره اغيزمنه ګټه اخلي.
هغه دغهراز وویل، هڅه به وکړي چې د برښنا لېږد پروژه تر موسیخېلو ولسوالي پورې هم وغځول کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو لوی ریاست مرستیال مولوي شېراحمد روحاني له قوله ويل شوي چې قلندر ولسوالي د وارداتي برښنا لېږد پروژه د کورنيو چارو وزارت په شاوخوا ٣٠ میلیونو افغانیو په لګښت پلې شوې.
د هغه په وینا، د پروژې په ترڅ کې ۲۳۵ د برښنا پایې نصب او ٧٢ کیلومتره د برښنا لین وغځول شو او ورسره، د ولسوالي مقام لپاره یو باب ١٦٠ کیلو ولټ امپیر ترانسفارمر هم نصب شوی دی.
خبرپاڼه کې ډاډ څرګند شوی چې نږدې راتلونکي کې به د قلندر ولسوالي اوسېدونکو ته د برښنا ويش چارې هم پيل شي.